پاريس، د نړۍ د ښارونو ناوې او ښکلې سيمې يې

0
92

د فرانسې پلازمېنه، پاريس؛ د نړۍ ترټولو ښکلی او زړه راښکونکی ښار دی چې هرڅوک يې د ليدلو تمه لري.

په دې ليکنه کې د پاريس يا د نړۍ د ښارونو ناوې، هغه ښلکې سيمې، سره د انځورونو درپېژنو چې ليدل يې د هر انسان هيله ده.

 

د اېفل ټاور يا برج (Eiffel Tower)

د ايفل برج په ډېر احتمال سره په اروپا کې پېژندل شوی او زړه راښکونکی جوړښت دی، اېفل برج د پاريس ښار سبمول او په دې ښار کې ترټولو ډېر ليدونکي لري. فرانسې ته چې کوم ګرځندويان، سوداګر يا هم ليدونکي ورځي، نو د اېفل برج څخه ليدنه يې هرو مرو له لومړيتوبونه څخه وي.   

 

 

د لوور موزيم (Louvre Museum)

يو هغه ځای چې د پاريس ښار ته د ورتګ پر مهال يې بايد ليدل هېر نه کړئ؛ د لوور موزيم دی، چې د پخوانيو افسانوي توکو په درلودو سره، په ډېر احتمال د نړۍ ترټولو يېژندل شوی موزيم دی. دا موزيم د لوور په ماڼۍ کې، هغه ماڼۍ چې يو وخت د فرانسې د سلطنتي کورنۍ د اوسېدو ځای و؛ موقيعت لري.

 

 

د نوتردام کليسا (Notre Dame Cathedral)

 د نوتردام کليسا يو له هغو لومړيو کليساوو څخه ده چې ګوتيک په سبک يا بڼه جوړه شوې. د دې کليسا د جوړولو کار په کال ۱۱۶۳ کې پيل شو او تقريبا دوه لسيزې يې دوام وکړ. د دې کليسا د شمالي برخې برج له سر نه کولی شئ د پاريس ښار ښکلې منظره په اسانۍ سره وګورئ.

 

 

په لنډو ټکو کې د ماليزيا هېواد وپېژنئ

د امريکا د آزادۍ مجسمې په اړه جالب مالومات

د سپېڅلي زړه  کليسا (Sacré-Coeur) 

 سپېڅلی زړه د ختيځ روم په سبک کې يوه سلطنتی کليسا ده چې د مونتمار (Montmartre) په تپه کې موقيعت لري. د دې کليسا د رغولو کار په کال ۱۸۷۵ کې پيل او په ۱۹۱۴ کې پای ته ورسېد.

 

 

د (Champs-Elysées) واټ

د (Champs-Elysées) واټ، د پاريس او شايد په ټوله نړۍ کې ترټولو نوموتی واټ دی. دا واټ د کونکور‌ډ (Place de la Concorde) له ډګره نيولې تر د کاميابۍ څلي (Arc de Triomphe) پورې اوږدوالی لري.

 

 

 

د کاميابۍ څلی (Arc de Triomphe)

دا ښکلې بنا د شارل ډوګل (Place Charles de Gaulle) په ډګر کې موقيعت لري او د ناپليون امپراطور د برياو يادګار په توګه اوډن شوی دی. دا ښکلی څلی په کال ۱۸۳۶ کې وروسته له هغې چې د ناپليون د حکومت څخه ډېره موده وتلې وه؛ جوړ شو.

 

د ورسای ماڼۍ (Versailles Palace)

 هغه ځای چې يو وخت د معمولي استوګنځي په بڼه اوډن شوی و، خو اوس په ټوله اروپا کې له پېژندل شويو او ښکلو قصرونو څخه ګڼل کېږي. د ماڼۍ د پاريس ښار سهيل لوديځې برخې په ۲۰ کيلومترۍ کې موقيعت لري.

 

 

د لوکزامبورګ بڼ (Jordyn du Luxembourg)

  د لوکزامبورګ بڼ په ډېر احتمال سره په ټول پاريس ښار کې ترټولو ښکلی او د خوښې وړ پارک دی. دا پارک په اولسمه پېړۍ کې د ماري مديچي ( د هنري څلورم شاه مېرمن ) د خصوصي پارک په نامه جوړ شو او په نولسمه پېړۍ کې د عامو خلکو پر مخ پرانېستل شو.  

 

 

د پمپيډو مرکز (Centre Pompidou)

د پمپيډو مرکز د پاريس په زړه کې پروت يو کلتوري مرکز دی. دا جوړښت په کال ۱۹۷۷ کې د رنزو پيانو او ريچارډ راجرز له لوري جوړ شو. په دې فرهنګي مرکز کې يو هنري موزيم او يو لوی کتابتون شتون لري.

      

 

د کنکورد ډګر (Place de la Concorde)

په پاريس کې ترټولو لوی ميدان د کنکورد ميدان دی. د دې ميدان په منځ کې هرم شکله ۳۲۰۰ کلنه ډبره (Obelisk  ) شتون لري، چې په ۱۹ پېړۍ کې له مصر څخه پاريس ته لېږدول شوې.

 

 

د ټويلري بڼ  (Jardin des Tuileries)

د ټويلري بڼ هغه بڼ دی چې فرانسويان ورسره ډېره مينه لري او لوور موزيم د کنکورد ډګز ترمنځ پروت دی. په دې بڼ کې د ډېرو مجسمو ترڅنګ څو موزيمونه هم شته.

 

د اورسي موزيم  (Musée d’Orsay)

د اورسي موزيم د يوې لويې رېل پټلۍ په يو تمځای کې چې په ۱۹۰۰ کال کې د سن سيند ترڅنګ اوډون شوی و؛ موقيعت لري. دا موزيم د امپرسيونيست سبک ډېرې مجسمې او نقاشۍ لري، چې اوسمهال د پاريس ښار يو د خوښې وړ موزيم ګنل کېږي.

 

 

مون مارټر (Montmartre)

مون مارټز يو وخت د ګرځندويانو د پام وړ سيمه وه او د پاريس هنرمندانو د راټولېدو لپاره مناسب ځای بلل کېده. نوموړې سيمې تراوسه خپل زړه راښکونکی چاپېريال او کليوالي بڼه ساتلې ده. د مون مارټر تر ټولو نوموتی ځای د پاک زړه کليسا (Sacré-Coeur)ده.

 

 

لا ډيفانس (La Défense)

لا ډيفانس د پاريس اصلي اداري ساحه ده. د پاريس ښار ډېری لوړپوړيزې ودانۍ او همدارنګه د کاميابۍ څلی چې د دفاع لوی څلي يا طاق (Grande Arche de la Défense) په نامه هم مشهور دی، په همدې سيمه کې موقيعت لري.

 

 

د پاريس اپرای ګارنير ودانۍ (Opéra de Paris Garnier)

دا مجلله ودانۍ د دوم باروک امپراطورۍ په سبک جوړه شوې چې دمګړی د ګارنير په ماڼۍ مشهوره ده. نوموړې ښکلې ودانۍ د ۱۸۶۲ او ۱۸۷۵ کلونو ترمنځ جوړه شوې ده.

 

 

د پونټ نوف پل (PONT NEUF)

 د پونټ نوف پل د پاريس ښار له ښکلو پلونو څخه دی. د دې پل د جوړلو امر په ۱۶ پېړۍ کې د څلورم هنري شاه له لوري صادر شو. په ۱۶۰۷ زيږديز کال کې چې کله نوموړی پل پرانېستل شو، په پاريس کې يوازينی پل و چې پر سر يې کور نه و جوړ شوی.

 

 

د پانټيون ودانۍ (Panthéon)

پانټيون د ۱۹ پېړۍ يوه ودانۍ ده چې د لومړي ځل لپاره يوې کليسا ته ډيزاين شوې وه، خو وروسته په يو ټولنيز معبد يا عبادت ځای واوښت. د نوموړې ودانۍ د ځمکې لاندې يا په تکاوۍ کې د فرانسې څو تنه مشاهير خښ شوي دي.

 

د لوور هرم  (Louvre Pyramid)

دا هرم په کال ۱۹۸۰ کې د لوور موزيم د دروازې په صفت جوړ شو. د دې هرم ښيښه يي او پرمختللي ډيزاين، د لوور ماڼۍ تاريخي معمارۍ سره ښه تضاد رامنځ ته کړی دی.

  

د اينوليډ هوټل (Hôtel des Invalides)

د اينوليډ هوټل، د اولسمې پېړۍ يوه ودانۍ ده چې په اصل کې د جګړه ييز ټپيانو لپاره اوډون شوې وه. نوموړې ودانۍ دمګړی د څو موزيمونو يوه ټولګه ده چې يو لوی نظامي موزيم يې هم يوه برخه ده.

 

د ووژ ميدان (Place des Vosges)

 د ووژ ميدان د پاريس ښار ترټولو پخوانی ميدان دی. د دې ميدان ټولې په ګاونډ کې پرتې ودانۍ د ورته سرو پخو خښتو درلودونکي دي. د دې ښکلي ميدان په يوه کور کې، د وېکتور هوګو موزيم هم موقيعت لري.

ژباړه: محمد عزيز پردېس 

سرچينه: wiki

 

 

Leave a reply