د امريکا د آزادۍ مجسمې په اړه جالب مالومات

0
189

د امريکې په نيويارک کې د آزادۍ مجسمه د امريکې او فرانسې ترمنځ د دوستۍ نښه ګڼل کېږي، د دې مجسمې ټوله بدنه په مسو پوښل شوې ده. د نوموړې مجسمې بنسټ په کال ۱۸۷۵ کې ايښودل شوی دی، چې طراحي يې د فرانسوي فردريک بارتلدي له لوري په فرانسه کې ترسره شوې ده. کوم ځای چې ياده مجسمه پکې ډيزاين شوې ده، د اليس يا بدلو جزيرې يوه برخه ده. د دې مجسمې د جوړېدو چارې د ۱۸۸۴ کال د جون په څلورمه په فرانسه کې پای ته ورسېدې او نندارې ته وړاندې شوه چې د فرانسې خلکو يې په خوښۍ سره ننداره وکړه.

د آزادۍ مجسمه يا تنديس هغه لويه مجسمه ده چې د ۱۹ مې پېړۍ په وروستيو کې د امریکې متحده ايالتونو د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د فرانسې له لورې امريکې ته ډالۍ شوه.

د ازادۍ مجسمه، د يوې ښځې مجسمه ده چې رومي لباس يې پر ځان دی چې يوه پښه يې په ځنځير تړلې ده. دغه د آزادۍ تنديس په خپل ښي لاس کې  مشعل لري او کيڼ لاس کې يې يو شمېر کاغذبڼه توکي ليدل کېږي چې د امريکې متحده ايالتونو د خپلواکۍ د تصويب د بيانيې د تاريخ څرګندونه کوي او نن ورځ دغه مجسمه په ټوله امريکا کې د ګرځندويانو د خوښې وړ يو ځای ګرځېدلی دی.

 

د آزادۍ مجسمې ځينې ځانګړنې:

 

۱- د آزادۍ مجسمې رنګ پخوا قهوه يي وو.

۲- تمه وه چې دا مجسمه د مصر لپاره جوړه شي.

۳- د هر کال په اوږدو کې ۳/۲ ميليونه خلکې له دې مجسمې څخه ليدنه کوي.

۴- د دې مجسمې بشپړ نوم ( د نړۍ روښانه آزادي ) دی.

 

۵- د دې مجسمې د تاج په برخه کې ۷ تېزې څوکې شتون لري چې، د ۷ اقيانوسونو، د ۷ لويو وچو او د نړيوالۍ آزادۍ مفهوم لېږدوي.

۶- د آزادۍ د مجسمې د جوړولو الهام له رومي «Pagan Goddess Libertas» څخه اخېستل شوی دی.

۷- د آزادۍ مجسمې سر په کال ۱۸۷۸ کې په پاريس کې د يو نړيوال نندارتون په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو.

۸- د مجسمې د ملا اندازه ۱۰/۶ متره ده.

۹- د آزادۍ مجسمې اصلي مشعل په کال ۱۹۸۴ کې د يو مسي مشعل سره بدل شو؛ دا نوی مشعل په طلا سره پوښل شوی دی.

۱۰- هغه جزيره چې دا مجسمه پکې موقعيت لري، يوه کورنۍ پکې هم ژوند کوي.

۱۱- داسې ويل کېږي چې هر کال د ۶۰۰ شاوخوا په اوږدو کې تالنده او برېښنا د آزادۍ څلي سره ټکر کوي.

۱۲- د آزادۍ مجسمې د پښو اندازه ۸۷۹ دی.

۱۳- د اېفل څلي طراح ګوستاو اېفل، د آزادۍ مجسمې په طراحۍ کې هم برخه لرله.

۱۴- مختلفو هېوادونو لکه برازيل، ماليزيا، تايوان او حتی چين هم د دې مجسمې يوه کاپي په خپل هېواد کې جوړه کړې ده.

‍۱۵- د دې مجسمې د جوړولو لګښت ۱۰ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

۱۶- د دې مجسمې څېره د مور د څېرې په اساس ډيزاين شوې ده.

۱۷- کومه جزيره چې دا مجسمه پکې موقعيت لري، د «Bedloe» په نامه يادېږي.


ژباړه: محمد عزيز پردېس

Leave a reply