افغانستان کې د ګرځندويانو او سيلانيانو بازار تود شوی
د افغانستان ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په هېواد کې د لويو لارو د امنيت په ښه کېدو سره د کورنيو او بهرنيو سیلانيانو تګ راتګه ډېر شوی دی.
دغه وزارت وايي د اوړي په موسم کې ګڼ شمېر سيلانيانو د افغانستان له ښکلو سيمو څخه ليدنې ډېرې کړي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نورستان، باميان، پنجشير، ځاځی آريوب او کونړ هغه ولايتونه او سيمې دي چې په لنډو ورځو کې ترې ګڼ شمېر سيلانيانو ليدنې کړي دي.
د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، يوازې د اختر په ورځو کې ۴۰ زره سيلانيانو له بند امير ملي پارک او د باميان له تاريخي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.
د دغه دولتي آژانس د راپور په اساس، سيلانيانو همداراز په دې ورځو او شپو کې له پنجشېر، نورستان او د پکتيا ځاځي آريوب څخه هم ليدنې کړي دي.