په لنډو ټکو کې د ماليزيا هېواد وپېژنئ

0
195

ماليزيا په سهيل ختيځې اسيا کې پروت هغه سياحتي هېواد دی چې د ډېری ګرځندويانو پام يې ځان ته اړولی دی. داسې هېواد چې فرهنګ يې ورځ تربلې پرمختګ کوي او د زړه راښکونکې هوا درلودونکی دی.

پلازمېنه: کولالامپور

اداري واحدونه: ۱۳

د ماليزيا اوسېدونکي: (٪۶۰) مالايي، (٪۲۷) چيني، (٪۱۲) هندي او (٪۱) نور وګړي.

رسمي دين: اسلام

د ماليزيا هېواد رسمي کرنسۍ: رینگیټ (Ringgit)

مشهور ښارونه: کولالامپور، سوبانګ جايا، پورټ کلنګ، جوهور بهرو.

د هېواد د ادارې ډول: فډرال

د خپلواکۍ نېټه: د اګسټ ديارلسمه، ۱۹۵۷

د وګړو شمېر: په ۲۰۰۸ کال کې ( ۲۵۲۷۴۱۳۳ )

د ماليزيا بيرغ يا ملي جنډه:

 

د ماليزيا هېواد هوا

د استوا ليکې او د مختلفو سيندونو سره نږدې والی، د دې لامل شوی چې ماليزيا دې ګرمه، مرطوبه او باراني هوا ولري. د ټول کال په اوږدو کې په ټوله ماليزيا کې د هوا ټېمپرېچر د ۲۱ څخه نيولې تر  ۳۲ درجو سانټي ګرادو دی.

 

د ماليزيا د خلکو نژاد

ماليزيا څو مليتي هېواد دی چې پکې د مختلفو نژادونو او مليتونو وګړي، په مختلفو فرهنګونو او ژبو اوسېږي.

ماليزيا د سهيل ختيځې اسيا د اوبو اصلي لاره بلل کېږي او همدا اساسي موقيعت د دې لامل شوی چې ماليزيا ته دې د اسيا له مختلفو سيمو څخه د ډول ډول نژاد درلودونکي خلک راشي او مېشت دې شي.

 

د ماليزيا د خلکو ژبه

د ماليزیا هېواد رسمي ژبه ملايو melayu يا هم باهاماليزيا Malaysia bahasa ده چې د ماليزيا په ټول ښوونيز سيستم کې همدا ژبه کارول کېږي. خو د انګيسي ژبه هم په ماليزيا کې رواج ده، ځکه؛ ماليزيا يوڅه موده د انګليسانو تر ولکې لاندې هم پاتې شوې ده.

هېره دې نه وي چې په ماليزيا کې د ماليزيايي او انګليسي ژبو ترڅنګ يو شمېر نورې مختلطې ژبې هم موجودې دي.

ژباړه: محمد عزيز پردېس

Leave a reply