په تورخم پوله بشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارل شوې
نصیب شاه شینواري
نن د زیارت په ورځ په پاک افغان پوله تورخم د فاتح ویلفیئر فاونډېشن او پاک افغان همکارۍ فورم له لوري د افغان اولس لپاره د ۲۵۰۰ کمبلو څخه ډکې دو لارۍ افغان چارواکو ته وسپارل شوې.
د تورخم تحصيلدار غنچه ګل مهمند په تورخم پوله د افغانستان چارواکو ته دا بشري مرستې چې په کې کمبلې شاملې وي، د فاتح فاونډیشن مشرانو له لورې افغان چارواکو ته وسپارلې. په دې موقع افغان چارواکو په ځانګړې توګه د فاتح فاونډیشن او پاک افغان فورم له چارواکو مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې ی افغان اولس سره بشري مرستې وکړې.
په دې موقع د تورخم تحصیلدار رسنیو ته اوویل چې د پاکستان حکومت مرستې به افغان حکومت سره دوام ولري ترڅو چې په افغانستان کې د جنګ ځپلي افغان اولس سره مرستې وشی او په افغانستان کې وګړو ته راپیښو ستونزو مخه ونیول شي.