د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين پيل شو

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزارت وايي چې د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې يې د پوليو ضد څلور ورځينی واکسين پيل کړ.

دغه وزرات وايي چې د واکسين ياد کمپاين به د نړيوالو بنسټونو په مرسته تر راتلونکو درې ورځو پورې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دوام ولري.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کمپاين کې به ۶.۷ ميليونه هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځه کلونو څخه کښته وي، واکسين شي.

پولیو څه شی دی؟

پولیو د پولیوملټیس لنډه بڼه ده او داسې لېږدېدونکې ناروغي ده چې د پولیو ویروس له لارې له یوه بل ته انتقالېږي. د پولیو ملټیس له یوناني ژبې اخیستل شوی دی چې د شمزۍ دننه کوچنیو مغزو ته کارول کېږي. د پولیو درې ډول ویرسونه شته ټول له یوه انسانه بل ته انتقالېږي.

په کوچنیوالي کې د پولیو یو اغېز دادی چې ناروغ فلجوي او هغه ناروغي چې په پایله کې یې رامنځته کېږي، د (ماشومانو ګوزڼ) بلل کېږي.

په څه نا څه ۹۸ پېښو کې پولیو نرۍ  تبه رامنځ ته کوي او یا هم انفلوینزا ته ورته ناروغي پیدا کوي. د پولیو هغه بڼه چې د ګوزڼ سبب ګرځي، ویروس پکې د وینې اصلي جریان ته ځان رسوي او پرعصبي حجرو بریدونه کوي. له دوه سلنې لږ کسان چې پولیو ویروس ورته رسېږي، ګوزڼ یې وهي خو ټول عمر معلول وي.


Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *