کورنیو چارو وزارت ویلي چې لۀ اکاډمیو فارغې ښځینه پولیسې پر دندو ګومارو

کورنیو چارو وزارت ویلي چې لۀ اکاډمیو فارغې ښځینه پولیسې پر دندو ګومارو
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي دوی د اړتیا وړ ځایونو کې ښځینه پولیسې پر دندو ګوماري او په خبره یې د ښځینه پولیسو دندو ته اړتیا ده او هغه راپورونه ردوي چې ګواکي ښځينه پولیسې د کورنیو چارو وزارت له لیکو ایستل کېږي.
(2022 / 7 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کورنیو چارو وزارت وایي د اړتیا وړ ځایونو کې ښځینه پولیسې پر دندو ګوماري. د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته په استولي ویډيويي پیغام کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي دوی ښځينه پولیسې تقاعد کړې دي.
د ده په خبره کورنیو چارو وزارت دغه ډول راپورونه بې اساسه ګڼي او هغه ردوي، بلکې پر ځای یې دوی هڅه کوي د پولیسو له اکاډمۍ فارغې شوې پولیسې پر دندو وګوماري.