هېواد کې وروستي سېلابونه؛ کابو اتلس کسان یې وژلي دي   

0
167

هېواد کې وروستي سېلابونه؛ کابو اتلس کسان یې وژلي دي 

بل خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت زیاتوي، یاد سېلابونه چې په لسو ولایتونو کې راوتلي، ۵۰ زره کرنیزه ځمکه يې تخریب کړې او دا شمېره به نوره هم لوړه شي.

 

(2022 / 7 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، هېواد کې د وروستیو سېلابونو د راوتلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸ ته لوړ شوی، چې ۱۰ په میدان وردګو، ۵ په ننګرهار او ۳ نور په نورستان ولایتونو کې مړه شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وویل چې د دوی ولایتي ټیمونه هڅه کوي چې سېلاب ځپلو ته اړینې مرستې ورسوي.

بل خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت زیاتوي، یاد سېلابونه چې په لسو ولایتونو کې راوتلي، ۵۰ زره کرنیزه ځمکه يې تخریب کړې او دا شمېره به نوره هم لوړه شي.

Leave a reply