نن هم پاکستان کښې د میا محمد نواز شریف اړتیا احساسوو: شاهد خاقان عباسي، پخوانۍ وزیراعظم

باغي ټي وي رپورټ
پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د مسلم لیګ نون له مشر نواز شریف سره د لیدو لپاره لندن ته رسېدلی دی.
شاهد خاقان عباسي لندن کې له نوازشريف سره تر ليدنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې د پنجاب پر روان سياسي وضعيت خبرې وکړې.
هغه وويل، دا د محکمې حکم و چې ټاکنې وشي، دا ضروري ده چې يو ګوند وګټي او بل يې بايلو، څوک چې ګټونکي شي هغه به حکومت جوړوي او څوک چې بايللي هغه به په اپوزيشن کې کېني، نو د احتجاج مطلب څه دی؟
د نوازشريف پاکستان ته د راستنېدو په اړه شاهد خاقان عباسي وويل زه د شپې لندن ته رسېدلی يم او د نواز شريف پاکستان ته د راتګ خپله پرېکړه ده، خو نن مونږ ټول په پاکستان کې د ميا نواز شريف اړتيا احساسوو او نواز شريف ته مو دا مشوره ورکړې ده چې دوی د درملنې په پام کې نیولو سره غوره پریکړه وکړي.
ده زياته کړه چې دپي ټي ائي راتلونکي فيصله به ولس کوي، عمران خان يوه دروغجنه کيسه جوړه کړه او بل لوري ته عمران خان چې څلور کاله دپنجاب اؤ پاکستان داقتصاد سره تير کړل ټول پاکستان پرې پوهيږي.
عباسی اوویل چې مونږ د پاکستان لپاره امید لرو، خلک به د (ن) لیګ او تحریک انصاف سیاست ته په کتلو سره ښه پریکړه وکړي.
پخواني وزيراعظم وويل د ملک د بهبود لپاره سختې فيصلې کول پکار دي، د خزانې وزير مفتاح اسماعيل چې کومې فيصلې کړي د ګوند کابينې او نوازشريف يې ملاتړ کوي، دا فيصلې بايد څلور شپږ مياشتې وړاندې شوې وې خو عمران خان د ملي ګټو په پرتله شخصي ګټو ته ډېر ارزښت ورکړی، هغه اوویل چې دا زمونږ سیاست نه دی.
……………….






