قطر د پوهنې وزارت سره د ښوونځیو جوړولو کې مرسته کوي

قطر د پوهنې وزارت سره د ښوونځیو جوړولو کې مرسته کوي
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د قطر مرستیال سفیر سعدالعدا، د سفارت درېیم سکرتر سباح الکوري او د مرستیال سفیر منشي شیبان الهاجري د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي نورالله منیر سره وکتل.
(2022 / 7 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پوهنې وزارت وايي، قطر له افغانستان سره په تعلیمي ډګر کې د هرډول همکارۍ چمتووالی ښودلی او پلان لري چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د قطر مرستیال سفیر سعدالعدا، د سفارت درېیم سکرتر سباح الکوري او د مرستیال سفیر منشي شیبان الهاجري د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي نورالله منیر سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده کتنه کې مولوي منیر وویل، قطر تل له افغانستان سره نږدې اړیکې پاللي او په ستونزمنو حالاتو کې يې افغانستان دوست هېواد پاتې شوی دی.
سرچینې د هغه له قوله زیاته کړې چې سرپرست حکومت له ټولې نړۍ په تېره بیا اسلامي هېوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخیزو همکاریو د اصل پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې ساتل او پالل غواړي.
سرچینې لیکلي قطر پلان لري چې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو په برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.






