لۀ نیوکو سره سره د امریکا استخباراتي ادارې افغانستان کې پر خپل ماموریت ویاړي
لۀ نیوکو سره سره د امریکا استخباراتي ادارې افغانستان کې پر خپل ماموریت ویاړي
امریکایي رسنۍ وايي سره له دې چې د افغانستان پخواني حکومت د تمې پر خلاف په چټکۍ سقوط وکړ، د کابل په هوایي ډګر کې بریدونه وشول، خو د حیرانتیا خبره ده چې سي ای اې لا هم ځان بریالی بولي او پر خپل ماموریت ویاړي.
(2022 / 7 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکایي استخبارات له پراخو نیوکو سره سره وایي چې د دوی ماموریت په افغانستان کې بریالی و.
واشنګټن ایګزماینر لیکي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې رییس ویلیام برنس د رسنیو له سختو پوښتنو سره مخ شوی دی، خو هغه ځان بریالی بولي.
ویلیام وایي ددې وړاندوینه هېچا نه وه کړې چې افغان حکومت به دومره په چټکۍ سقوط کوي، خو بیا هم د امریکا تر ټولو اداراتو سي ای اې په خپلو چارو کې بریالۍ وه.