روان کال د هرات لۀ بڼونو ۱۵ زره ټنه انګور راټولېږي 

0
110

روان کال د هرات لۀ بڼونو ۱۵ زره ټنه انګور راټولېږي 

هرات د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې پرېمانه د انګورو بڼونه لري او شاوخوا اویا ډوله انګور پکې لیدل شوي دي. د هرات بڼوال هم وايي چې حکومت دې ورته  بازارونه پیدا کړي او د پلور په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

(2022 / 7 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روان کال به د هرات د انګورو له بڼونو زرګونه ټنه محصولات راټول شي.

د هرات ولایت د کرنې ریاست وایي روان کال د انګورو په حاصلاتو کې شل سلنه ډېروالی راغلی چې له همدې امله ښایي بڼوال شاوخوا ۱۵۰ زره ټنه حاصلات راټول کړي.

د سرچینې په خبره د دې حاصلاتو له ډلې شاوخوا ۷۰ سلنه یې په همدې ولایت کې په ممیزو بدلېږي چې تر پروسس وروسته بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

Leave a reply