عمران خان: نړيوال دې په افغانستان کې د سولې د رامنځته شوي فرصت د ساتلو لپاره کار وکړي

0
305

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، نړيوال بايد په افغانستان کې د سولې رامنځته شوي فرصت ساتلو لپاره کار وکړي او د افغانستان د وضعيت کابو کولو لپاره مثبت رول ولوبوي.

عمران خان د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې د شانګهای همکاريو سازمان په سرمشريزه کې يوې ناستې ته د وينا پر مهال ويلي، څلوېښت کاله وروسته په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو او سولې راتلو زمينه برابره شوې ده او ټول بايد د دې وضعيت د ساتلو لپاره له منفي پروپاګنده ځان وساتي او د سولې لپاره کار وکړي.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې، چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته او د طالبانو حکومت په راتلو نړۍ له يوه نوي وضعيت سره مخ ده او د هیلې ځای يې دا ښوولی، چې دا هر څه او دومره ستر بدلون له جګړې، وينو تويېدو او د ستر شمېر خلکو له کډوال کېدو پرته ترسره شول.

د شانګهای په دوه ورځنۍ ناستې کې تر ډېره تمرکز پر افغانستان وه، په داسې حال کې، چې د افغانستان نوي واکمن نظام د راتلو تقریبا مياشت تېريږي او نړيوالو دا ځل د پخوا په پرتله له افغانستان سره د خواخوږۍ او همکارۍ لپاره چمتووالی ښوولی دی.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ويلي، دوی له ټولو ګاونډيانو او نړيوالو غواړي، چې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي او افغانان په دې ترينګلي وضعيت کې يوازې پرې نږدي.

Leave a reply