په سوشل میډیا فواد چوهدري ملکی ادارې بدناموي: عطا تارړ

0
235

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر عطا تارڑ تور لګولې چې فواد چوهدري په سوشل ميډيا د ادارو د بد نامۍ تر شا لاس لري، هغه اوویل چې مسلم ليګ (ن) د ادارو په ضد په کمپاين باور نه لري.

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې عطا تارڑ اوويل چې فواد چوهدري او حماد اظهر دا ډول کمپاين چلوي، د فواد چوهدري په وخت کښې د اطلاعاتو څانګې لخوا به ټرینډ چلول شوي وو، د فواد چوهدري په مشرۍ کښې د پي ټي آئي ټرینډ به پو سوشل میډیا چلیدلو او نن ورځ هم دوام لري.
عطا تارړ وويل، د مسلم ليګ (ق) د پارليماني ګوند د مشر په اړه يې هيڅکله نه دي اورېدلي، د ق ليګ د پارليماني ګوند په کومه غونډه کې دا پرېکړه شوې، داسې کوم ثبوت نشته، چې ادعا کېږي. د پارلماني ګوندونو غونډه په ٢١مه نیټه جوړه شوې وه.

ده ووئيل د پارلېماني پارټۍ د غونډې كومه وېډيو كلپ نشته، دا يوه مهمه آئيني او قانوني مسله ده، په دې معامله د فېل كورټ په ناستو كښې كومه ستونزه نشته، چوهدري شجاعت د قامي اسمبلۍ غړو ته واضح هدايات وركړې چې حمزه شهباز ته باید رایه ورکړل شي

Leave a reply