د پنجاب حکومت کابینه نن سوګند اوچتوي

0
106

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ٤١ کسيزه کابينه به نن د خپلې څوکۍ سوګند پورته کوي.

دسرچينو ترمخه دپنجاب دکابينې دحلفې مراسم به نن ماښام شپږ بجې په گورنر هاوس کې کيږي.

سرچينې وائي چې دپنجاب ٤١ کسيزه کابينه به سوګند پورته کوي دکوم لپاره ټول انتظامات بشپړ کړل شوي اؤ دعوتونه هم ليږل شوي دي.
ياده دې وي چې حمزه شهباز د جولايي په ٢٢مه د پنجاب اسمبلۍ په غونډه کې په يوه نيمه مياشت کې د دويم ځل لپاره د پنجاب وزيراعلي وټاکل شو.

خو د هغه مخالف کانديد چوهدري پرويز الاهي د پنجاب د وزيراعلي ټاکنه په سپريم کورټ کې چيلنج کړې وه، چې په اړه يې سپريم کورټ پرون د فيصلې په ترڅ کې هغه ته د دوشنبې تر ورځې پورې د عبوري وزيراعلي په توګه د پاتې کېدو حکم جاري کړو.

Leave a reply