سیراج الحق د حکومت په ضد د جنګ اعلان کړې

0
154

باغي ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق د حکومت خلاف د جنګ اعلان کړے دے۔

په سوات کې خبري غونډې ته دوينا په مهال سراج الحق وويل په ٩ کلونو کې خيبرپښتونخوا کې هيڅ بدلون نۀ دى راغلى.

ده وويل په هېواد کې ټاکلو پرځاى عادلانه او شفافو انتخاباتو ته اړتيا ده، خو بدبختانه چې دلته د چوکۍ لپاره سناتوران او د اسمبلۍ غړي اخيستل کيږي.
د جماعت اسلامي امير وويل پي ډي ايم او پي ټي ائي د ولس لپاره نه دي، زه نن د اوسني حکومت خلاف د جنګ اعلان کوم ځکه چې د اوسنيو حکمرانانو له امله غريبان تباه کيږي.

سراج الحق وئيلي دي چې حکمرانانو ته د قامي مسايلو هيڅ احساس نشته او د غريب اولس موجوده حکمرانان او پي ټي آئي ټول د خپلو شخصي ګټو لپاره جنګيږي.

Leave a reply