امریکا وایي چې د روسیې پر وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو

0
249

امریکا وایي چې د روسیې پر وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا د کانګرس دې پلاوي په داسې حال کې د کیف سره د ملاتړ د دوام خبره کړې چې د دفاع وزیر لویډ آسټن تیره چارشنبه، وویل چې واشنګټن به اوکراین ته د توپونو څلور نور پرمختللي سیستمونه ورکړي چې په دې سره د دې سیستمونو شمیر چې متحده ایالاتو تر اوسه اکراین ته ورکړي، شپاړلسو ته ورسیږي.

(2022 / 7 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د کانګرس یو جګپوړي پلاوي د اوکراین په پایتخت کیف کې د ولسمشر ویلادمیر زلینسکي سره کتلي او د روسیې پر ضد جګړې کې یې د ملاتړ د دوام ژمنې کړي.

په پلاوي کې د استازو مجلس د وسله والو خدماتو د جرګې مشر ایډم سمیت هم شامل دی دی.

د پلاوي په اعلامیې کې راغلي، امریکا په نړۍ کې د خپلو متحدینو او شریکانو سره یو ځای د اوکراین سره دریدلي او اقتصادي، نظامي او بشري مرستې یې کړي دي.

د غه پلاوي همدارنګه ویلي چې داسې لارې چارې به لټوي چې د ولسمشر ویلادمیر زلینسکي او د اوکراین د ولس سره ملاتړ په اغیزمنه توګه هر څومره چې امکان لري، دوام وکړي.

Leave a reply