د جلال اباد – کابل لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
د جلال اباد – کابل لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه
په ورته وخت کې د ننګرهار ترانسپورت رئيس قاري حنظله ملنګ وايي، چې د سختو اورښتونو له امله دغه لار بېلابېلو سيمو کې د هر ډول ترافيکو پرمخ لاره تړل شوې ده.
(2022 / 7 / 24 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
ځايي اوسېدونکي وايي، د ننګرهار د درونټې اړوند د نظر اباد په ساحه کې سېلابونو دکابل جلال اباد د عمومي لارې یو پُل له مینځه وړی او لاره بنده ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار ترانسپورت رئيس قاري حنظله ملنګ وايي، چې د سختو اورښتونو له امله دغه لار بېلابېلو سيمو کې د هر ډول ترافيکو پرمخ لاره تړل شوې ده.
نوموړی وايي، چې تخنيکي پرسونل سره د لارې خلاصون هڅې کوي او له مسافرينو غوښتنه کوي، چې سفر کولو څخه د لارې تر پرانيستل کېدو ډډه وکړي.