سنګاپور هغه کس اعدام کړ چې يوازې ۳۳ ګرامه هيرويين ورسره نيول شوي ؤ.
نازري لاجيم په ۲۰۱۷ کال کې په دې تور ونيول شو.
لاجيم څو ځلې محکمې ته د خپلې معافۍ لپاره ليکونه استولي ؤ، خو بريالی نشو او ليکونه يې رد شوه.
لیبیا؛ د دوو وسلوالو ډلو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسه وژل شوي دي
دغه ۶۴ کلن کس يوه ورځ مخکې (جمعه، د چنګاښ ۳۱مه) د سنګاپور په يوه زندان کې په دار وځړول شو.
د راپورونو له مخې د روان کال د مارچ مياشتې له راهيسې دا پنځم اعدام دی چې په دغه هېواد کې ترسره کېږي.
سنګاپور يو له هغو هېوادونو دی چې د مخدره توکو په برخه کې ترټولو سخت قوانين لري.










Leave a Reply