د سعودي عربستان وليعهد يونان ته په سفر ځي
د يونان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې تمه ده د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان روانه اونۍ دغه هېواد ته په رسمي راشي.
ياد وزارت ويلي چې په دې سفر کې به د سعودي عربستان وليعهد د يونان لومړي وزير کرياکاس ميتسوتاکيس په ګډون يو شمېر لوړپوړو يوناني چارواکو سره وګوري.
دغه وزارت زیاته کړې چې په دې سفر کې به د سعودي عربستان او يونان ترمنځ يو شمېر هوکړه ليکونه هم لاسليک شي.
بایډن وايي، سعودي پر امریکا بې باوره شوی دی
رويټرز خبري آژانس ويلي دغه هوکړه ليکونه به د انرژۍ، پوځي همکاريو او مخابراتو په برخه کې وي چې د دواړو هېوادونو له لوري به پلازمېنه آتن کې لاسليک شي.
په ورته وخت کې د سعودي چارواکو ويلي چې دغه هوکړه ليکونه به د کرنې، امنيت، خوراکي توکو، ګرځندوی او نورو برخو کې وي.
تمه ده محمد بن سلمان راروانه سه شنبه د يونان پلازمېنې آتن په لور وخوځېږي.