جلال آباد ښاروالي، د ښار د تنظیف پۀ موخه ځینې اړینې پرېکړې کړې دي 

0
206

جلال آباد ښاروالي، د ښار د تنظیف پۀ موخه ځینې اړینې پرېکړې کړې دي 

 

د جلال اباد ښاروالۍ په ښار کې د خپل سره هډو او تر امر ثاني پورې د غټ مال د غوښې په پلور بندېز او يو شمېر نورې پريکړې کړي.

 

(2022 / 7 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جلال اباد ښاروالۍ په ښار کې د خپل سره هډو او تر امر ثاني پورې د غټ مال د غوښې په پلور بندېز او يو شمېر نورې پريکړې کړي.
۱- سر له سبا د ترانسپورت ریاست سره په همغږۍ به د چوک مخابرات او دوسړکې چوک څخه د کابل هډې موټر خپل اصلي ځای ته انتقال شې او نور به ورته دلته د سوارلۍ د پورته کولو اجازه ورنکړل شې، له سرغړونکو سره به جدي چلند ترسره کېږي.
۲- ټولې هغه هډې چې ولسوالیو ته تري تګ راتګ کېږي، داخل د ښار نه به وویستل شې او د ترانسپورت ریاست سره په ګډه به ورته بیرون له ښار ځای انتخاب او هغه چې ځایونه ورته ټاکل شوي ور انتقال شې.
۳- په وروستېو کې په غټ مال کې یو ډول مرګونې حیواني ناروغې رامنځته شوې، چې انسان ته ژر انتقالېدلی شې، د یاد مرض د مخنېوي په موخه تر امر ثاني پوري د غټ مال غوښه پلورل بند شول، یوازې د وړوکي مال، پسه او سیرلي غوښه په بازار کې قصابان پلورلی شې.
۴- د ښار په بېلابېلو برخو کې د سبزۍ او میوې منډویان جوړ شوې، چې د ښاري نظم د ګډوډۍ سبب ګرځېدلي لازم ده چې ژر خپلو اصلي ځایونو ته انتقال شې، خپل پیر او پلور دې هلته ترسره کړي.
ددې پریکړو د تطبیق لپاره اړوند ریاستونو، آمریتونو او مدیریتونو ته دندې سپارل شوې چې سر له سبا به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

Leave a reply