امریکا یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې پر کړیو ژمنو عمل وکړي
امریکا یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې پر کړیو ژمنو عمل وکړي
هغه ویلي، د نجونو پر وړاندې دښوونځیو پرانیستل، د اقلیتونو حقوقو ته درناوی، افغان مېرمنو ته د خپلو حقونو ورکړه او هغه کسان چې غواړي له افغانستانه ووځي هغوی ته د تګ او یا را تګ اسانتیاوې برابرول د افغانانو غوښتنې دي او پوره کول یې ساده کار دی.
(2022 / 7 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وايي، طالبان دې له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي او دوی له طالبانو سره د افغانانو د غوښتونو په تړاو هیڅ ډول جوړجاړي ته نهشي رسېدلای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي، تر هغې چې طالبان د افغانانو غوښتونو ته درناوی ونهکړي دوی له طالبانو هیڅ ډول جوړجاړی نهکوي.
هغه ویلي، د نجونو پر وړاندې دښوونځیو پرانیستل، د اقلیتونو حقوقو ته درناوی، افغان مېرمنو ته د خپلو حقونو ورکړه او هغه کسان چې غواړي له افغانستانه ووځي هغوی ته د تګ او یا را تګ اسانتیاوې برابرول د افغانانو غوښتنې دي او پوره کول یې ساده کار دی.
د نوموړي په خبره، له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول، له تروریزم سره مبارزه او د داسې یو حکومت جوړول چې ټولګډونه وي مهمې غوښتنې دي.
د پرایس په خبره، که طالبان دغه ژمنې عملي نهکړي امریکا نهشي کولای له دوی سره په اسانه مخ ته لاړه شي.