سپينې ماڼۍ ويلي چې د امریکا متحده ايالتونو د ولسمشر جو بايډن روغتيايي حالت د ډاډ وړ او ښه دی. دغه څرګندونه داسې مهال کېږي چې ځينو رسنيو راپور خبر ورکړی چې د بايډن روغتيايي حالت ښه نه دی.
سپينې ماڼۍ کې له کرونا سره مبارزې کميټې مشر آشيش جا ويلي، چې د ولسمشر جو بايډن د کرونا نښې د پنجشنبې تر ورځې لږې وې او هغه اوس هم په قرنطین کې دی.
د سپينې ماڼۍ دغه چارواکي يادې څرګندونې تېره ورځ د سي ان ان ټلويزوني شبکې سره د يوې مرکې پرمهال کړې دي.
ښاغلي جا ويلي چې د وروستيو معلوماتو پر بنسټ ولسمشر بايډن ښه دی او خپلو ورځنيو چارو ته رسېدنه کوي.
د سپينې ماڼۍ وياند تېره پنجشنبه اعلان وکړ چې ولسمشر بايډن په کرونا اخته شوی دی.
د بايډن روغتیايي حالت په اړه داسې مهال بېلابېل راپورونه ورکول کېږي هغه تازه په تازه په رسميه سفر د آسیا لويې وچې ته تللی ؤ او د اسرائيل او سعودي عربستان څخه د ليدنو پرمهال يې له يو شمېر مهمو چارواکو سره نږدې ليدنې کړې وې.










Leave a Reply