وزیراعظم شهباز شریف په ملک کښې د دارو درملو د کمښت نوټس اخستې

0
123

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په ملک کښې د ضروري درملو کمي نوټس اخستې دې۔

د وزيراعظم شهبازشريف په هداياتو د پاکستان د درملو د تنظيم ادارې (ډریپ) د ژوند ژغورنې کمېټۍ د دې معاملې پلټنه پېل کړې ده او نن يې له وفاقي او صوبائي چارواکو څخه د درملو د کمي په اړه رپورټ غوښتی دی.
چارواکو ته په ليکل شوي خط کې ويل شوي چې په ملک کې ٦٠ ضروري دوايانې نشته، د رواني، دماغي، زړه او نورو ناروغيو لپاره مهم درمل دا مهال په پاکستان کې نشته، د ټولو وفاقي او صوبائي دواخانو ريګوليټري چارواکي دې پلټنې وکړي او نن دې راپور هم جمع کړي.

بل خوا د درمل جوړولو صنعت کاران وايي، چې د تولیدي لګښتونو د لوړوالي له امله شرکتونو د دې درملو جوړولو ته مخه کړې او که نرخونه لوړ نه شي، په هېواد کې به د لا زیاتو درملو له سخت کمښت سره مخ شي.

Leave a reply