امریکا کښې پخواني خاوند خپله پاکستاني نژاد میرمن وژلې، خپله ی هم ځان وژنه کړې
باغي ټي وي رپورټ
پاکستاني نژاد امریکایی وګړې چې انځورګره وه، ثانیه خان د امریکا په شکاګو ښار کې خپل پخواني خاوند راحیل احمد له خوا په ډزو وژل شوې او بیا ی خپله هم ځان وژنه کړې ده.
د امریکايي رسنیو په وینا، د شکاګو پولیسو د ډزو راپور ترلاسه کړ، چې سمدلاسه د ثانیه کور ته ورغلل او ویې لیدل چې د ثانیه جسد د کور په دروازه کې پروت دی او پر سر یې د مرمۍ نښه وه.
د رسنیو د راپور مطابق کله چې پولیس کور ته ننوتل، له بلې کوټې څخه د چا د ژړا اواز راغی، پولیسو ولیدل چې د ثانیه پخوانی مېړه په ټپي حالت کې پروت و، چې سمدستي روغتون ته یووړل شو چې هلته یې ساه ورکړه.
د راپور له مخې پولیسو له کوټې څخه د ځان وژنې مخکې لیکل شوی لیک هم موندلی دی.له بلې خوا د ثانیه د قاتل پخواني خاوند راحیل خان د کورنۍ په وینا هغه له درې ورځو راهیسې له کوره غیر حاضر و او د ناکام واده له امله له رواني ستونزو سره مخ وو.
د یادولو وړ ده چې د خپلې وژنې نه وړاندې ثانیه په ټیک ټاک باندې یوه ویډیو شریکه کړې وه چې پکې د خپل طلاق خبر ورکړی وو.