هوا پېژندنې ادارې په ۱۰ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړ

0
102

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې د هېواد په ۱۰ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړ.

دغې ادارې نن (شنبه، د زمري لومړۍ نېټه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نن ورځې ترپايه پورې به پکتيکا، پکتيا، نورستان، بدخشان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، خوست او غزني ولايتونو کې د بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل موجود دی.

يادې ادارې همداراز په بلخ، کندز، هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار او ارزګان ولايتونو کې د سختو ګردبادونو د رامنځته کېدو اټکل هم کړی دی.

هوا پېژندنې اداره داسې مهال دغه خبر ورکوي چې د بارانونو او سېلابونو له امله په تېرو نږدې ورځو کې هم ګڼ شمېر ولايتونو کې درانه زيانونه خلکو ته واوښتل.

Leave a reply