کرزي يو ځل بيا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه وکړه

0
76

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا له شپږمو ټولګيو څخه پورته د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي کرزي له ټوېټر پاڼې څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی د کونړ ولايت يو شمېر ديني علماوو، مخورو او مشرانو له هغې غونډې هرکلی کوي چې له شپږمو ټولګيو څخه پورته د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه پکې شوې ده.

خبرپاڼه کاږي، پخوانی ولسمشر د هېواد پرمختګ او آبادي د نجونو او هلکانو په تعليم پورې تړلې بولي او د ا.ا.ا له چارسمبالي حکومته غواړي چې په دې اړه د هېواد د علماوو او مخورو غږ ته درناوی وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د نجونو ښوونځي بېرته پرانيزئ ترڅو په دې توګه د پرديو شومې موخې ناکامې او خلک او هېواد د روښانه راتلونکې خاوندان کړو.

د يادونې وړ ده، دا څويم ځل دی چې پخوانی ولسمشر د ا.ا.ا له حکومته غواړي چې له شپږمو ټولګیو څخه پورته د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

Leave a reply