د پاکستان فوځ لوړپوړو مهمه غونډه شوې

0
187

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) په وینا، د جمعې په ورځ د پوځ د لوړ پوړو چارواکو یوه غونډه جوړه شوه چې د هیواد د دفاعي او امنیتي چاپیریال په اړه بحث وکړي.

د پوځ د مطبوعاتو څانگې ترمخه د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا په مشرۍ کې د جوائنټ سټاف هيډکوارټرز (JSHQ) غونډه وشوه چې پکې د پوځ ټولو سرلښکر هم موجود وو.
په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه، د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي او د پاك فضائيه مشر اېر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو هم ګډون وكړو۔
د آئي اېس پي آر ترمخه ملاقات كښې د قامي سلامتيا صورتحال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو ،د هیواد په دې ځانګړې او مهمو سیمو کښې د لويديځو پولو٬ خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره سیمې شاملې دي چې په اړه ی بریفنګ ورکړل شو.

فورم د وروستيو تروريستي پېښو او د پوځ د ځواب په رڼا کې د دفاعي ځواکونو په چمتووالي پوره اطمينان او پوره باور څرګند کړو.
برخه والو همدا راز د هر اړخیزې امنیتي ستراتیژۍ سره سم د ټولو ګواښونو د ځواب ویلو لپاره د وسله والو ځواکونو پر هوډ یو ځل بیا ټینګار وکړو.

دپوځ سرلښکر دترهه ګرۍ په ضد جگړه کې دامنيتي ادارو دقربانيو ستاينه هم وکړه.

Leave a reply