عمران خان بیا په خلقو غږ کړې چې سرکونو ته بهر را اووځي
باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب اسمبلۍ کې د حمزه شهباز له حیرانونکې بریا وروسته، د تحریک انصاف مشر عمران خان له خلکو وغوښتل چې نن شپه د ډپټي سپیکر د حکم پر ضد سړکونو ته راووځي.
د پي ټي آئي چيئرمېن دا خبرې د پنجاب اسمبلۍ په دويم ځل انتخاباتو کښې د پرويز الهي په مقابله کښې د مسلم ليګ (ن) اميدوار حمزه شهباز د پنجاب صوبې د وزيراعلی په څوکۍ د پاتې کېدو وروستو ميډيا سره په خبرو کښې وکړې. د حمزه بريا وروسته له هغې خوندي شوه چې مرستيال سپيکر د مسلم ليګ (ق) لس ووټونه رد کړل.
د پي ټي آئي چيئرمېن عوام ته ووئيل چې هغه د پنجاب اسمبلۍ كښې د دوهم ځل ټاكنو په مهال د پېښو په ليدلو حيران شوم۔
پخواني لومړي وزیر دا هم وویل چې هغه تل دا دعا کړې چې د هیواد ډیموکراسي داسې ځای ته لاړ شي چیرې چې دا په لویدیځ کې ده. هغه زیاته کړه چې ډیموکراسي وړتیا او شفافیت لري خو بنسټ یې په “اخلاقو” ولاړ دی.
د پي ټي آئي چيرمين وويل: “ډيموکراسي پوځ نه لري، پارليمان پوځ نه لري، پوځ په بل ځاې کې دی، پارليمان يو څيز لري چې هغه اخلاق دي.”