د حمزه شهباز وزیراعلی په توګه ټاکنه، د پي ایم ایل ن غبرګون مخې ته راغلې

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او د ريلوے او هوانوردۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق د حمزه شهباز شريف د پنجاب صوبې وزيراعلي په توګه د بيا انتخابيدو په اړه خپل ردعمل څرګند کړے دے۔

خپل يو بيان كښې خواجه سعد رفيق د مسلم ليګ (ق) او پيپلز پارټۍ د قيادت مننه وكړه۔ ده ووئيل د مسلم ليګ ن لخوا د چوهدري شجاعت حسېن، آصف علي زرداري او چوهدري سالك حسېن مننه كوم۔
ياده دي وي چي د مسلم ليګ نون اميدوار حمزه شهباز يو ځل بيا د پنجاب وزيراعلي منتخب شوي ولي پرويز الهي يو ځلي ماتي سره مخ شوي دي۔

د ووټونو د نتيجو ترمخه د پي ټي آئي اميدوار پرويز الاهي 186 ووټونه او د مسلم ليګ ن حمزه شهباز 179 ووټونه اخستي دي۔

ډپټي سپيکر وويل د سپريم کورټ د فيصلې له مخې د (ق) ليګ ټولې 10 ووټونه رد شوي او زه اعلان کوم چې د 10 ووټونو ختميدو وروستو حمزه شهباز د پنجاب وزيراعلي ټاکل شوى دى.

Leave a reply