پي ټي آیی او ق لیګ وایی سپریم کورټ ته ځي

0
168

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) د پنجاب ایالت د اعلی وزیر په ټاکنو کې د ډپټي سپیکر د حکم خلاف سترې محکمې ته د تلو اعلان کړی دی.

د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر د حکم په ضد د تحريک انصاف او ق ليګ بېړنۍ غونډه شوې وه چې پکښې پرويز الهي، شاه محمود، اسد عمر، شفقت محمود، عمر ايوب، علي امين ګنډاپور او نورو ګډون کړی وو.

په غونډه كښې د پي ټي آئي 186 غړو ګډون وكړو۔
تحریک انصاف او ق لیگ د ډپټي سپیکر فیصله رد کړې او سپریم کورټ ته د رجوع کولو اعلان کړې دې.

د پي ټي آئي مشر بابر اعوان وئيلي دي چي دوي به نن شپه سپريم کورټ ته ځي، د تحريک انصاف 186 غړي به اوس سپريم کورټ ته ځي۔

ياده دي وي چي د مسلم ليګ نون اميدوار حمزه شهباز يو ځل بيا د پنجاب وزيراعلي ټاکل شوي ولي پرويز الهي يو ځل بیا ماتي سره مخ شوي دي۔
د ووټونو د نتيجو ترمخه د پي ټي آئي اميدوار پرويز الاهي 186 ووټونه او د مسلم ليګ ن حمزه شهباز 179 ووټونه اخستي دي۔

ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري حکم ورکړو چې د سترې محکمې د پرېکړې له مخې د ق ليګ ټول 10 ووټونه رد شوي او اعلان کوم چې د 10 ووټونو په ختمېدو سره حمزه شهباز د پنجاب وزيراعلي ټاکل شوی دی.

Leave a reply