حمزه شهباز د پنجاب وزیراعلي ټاکنې ګټلې ،وزیراعلی وټاکل شو

0
56

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د حمزه شهباز د بيا د پنجاب د وزيراعلي په توګه د انتخابېدو په اړه خپل ردعمل څرګند کړی دی.
د مسلم ليګ ن اميدوار حمزه شهباز يو ځل بيا د پنجاب صوبې وزيراعلي منتخب شو او پرويز الهي يو ځل بيا ماتې سره مخ شو۔

د ووټونو د نتيجو ترمخه د پي ټي آئي اميدوار پرويز الاهي 186 ووټونه او د مسلم ليګ ن حمزه شهباز 179 ووټونه اخستي دي۔

ډپټي سپيکر وويل د سپريم کورټ د فيصلې له مخې د (ق) ليګ ټولې 10 ووټونه رد شوي او زه اعلان کوم چې د 10 ووټونو ختميدو وروستو حمزه شهباز د پنجاب وزيراعلي ټاکل شوى دى.
د حمزه تر انتخاب وروسته بلاول بوټو زرداري غبرګون وښود او په خپل ټويټ کې يې په ساده ډول ليکلي وو چې ‘يو زرداري په هر چا دروند.

Leave a reply