د پنجاب وزیراعلی ټاکنه، سپریم کورټ مهمه پریکړه کړې

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب کې د وزيراعلي په انتخاباتو کې د مسلم ليګ (ق) د ووټونو د شمېرلو خبره مهمه شوه.
سپريم کورټ د پارټۍ د هدايت نه منحرف شوي غړو د ووټونو نه شميرلو حکم ورکړے دے۔ سترې محکمې دا نظر د آرټيکل 63A په سمري حکم کې ورکړی دی.
سترې محکمې اعلان کړی چې د کوم مخالف غړي چې د ګوند مشر اعلان یې نه دی کړی، رایې به نه شمېرل کېږي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت د پنجاب ايالت د وزيراعلي په ټاکنو کې د پاکستان د تحريک انصاف له کانديد څخه د ملاتړ نه ډډه کړې ده.
د راپورونو له مخې چوهدري شجاعت په یوه لیک کې د ق لیگ غړو ته هدایت کړی چې چا ته ووټ نه ورکوي.ه دغه حالت وروسته د پنجاب د وزيراعلي په ټاکنو کې د مسلم ليګ (ق) غړي له ستونزو سره مخ شول او تر ډېره وخته يې خپله رايه ونه کاروله.
وروسته د چوهدري پروېز الهي په ګډون د قامي اسمبلۍ غړو خپلې ووټونه واچول او د ګوند د مشر د هداياتو خلاف يې د پي ټي ايي کانديد پروېز الهي ته ووټ ورکړ.






