پنجاب اسمبلۍ د وزیراعلی ټاکنه،پی ایم ایل ن په زین قریشي او شبیر ګجر اعتراض کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ غونډه د ډپټي سپيكر دوست محمد مزاري په مشرۍ كښې د درې نيمو ساعتونو ځنډ سره پېل شوه۔
کله چې د پنجاب اسمبلۍ غونډه پيل شوه نو د مسلم ليګ (ن) مشر وهاب خليل طاهر په زين قريشي او شبير ګجر اعتراض وکړ او غوښتنه يې وکړه چې دواړه غړي دې له ايوان څخه بهر کړل شي.
مسلم لیګ (ن) ویلي چې زین قریشي د قومي اسمبلۍ له غړیتوب نه استعفا کړې، هغه د پنجاب اسمبلۍ کې رایې نه شي ورکولی.
مسلم لیګ (ن) ویلي چې د شبیر ګجر کیس په اليکشن کمېشن کې روان دی او دوی ووټ نه شي اچولی. د دې اعتراض په ځواب کې د پي ټي ايي راجه بشارت وويل چې اليکشن کميشن نوټيفيکيشن جاري کړى دى نو شبير گجر خپله ووټ کاسټ کولى شي.
ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري د مسلم ليګ (ن) اعتراض رد کړ او حکم يې وکړ چې دواړه غړي ووټونه اچولې شي.






