د پنجاب وزیراعلی ټاکنه، د رای اچونې عمل پیل شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د وزيراعلي د انتخاب لپاره د پنجاب اسمبلۍ غونډه بالاخره د څه د پاسه درې نيمو ساعتو ځنډ وروسته پېل شوه چې وروسته ډپټي سپيکر د ووټ اچولو عمل پېل کړو.
د پنجاب اسمبلۍ غونډه د ډپټي سپيكر دوست محمد مزاري په مشرۍ كښې روانه ده۔ دوست محمد مزاري ولسي جرګې ته وويل، د سترې محکمې د پرېکړې له مخې، حمزه شهباز د اپرېل په ١٦مه په ترسره شوو ټاکنو کې ١٩٧ رايې ترلاسه کړې، چې له دې جملې يې د ٢٥ رايو په اخېستلو سره د هغه د رايو شمېر ١٧٢ دى کوم چې د اړتیا 186 رایې څخه کم دې او وس په اسمبلۍ کښې اکثریت نه لري.
ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري وويل اوس چې کوم غړي د پنجاب د وزيراعلي د انتخاب لپاره د موجوده غړو د اکثريت ملاتړ ته اړتيا لري.
د ووټ اچولو د عمل په پيل کې د پنځو دقيقو لپاره زنګونه وغږول شول چې له هغې وروسته د ايوان ټول لابي وتړل شول، د حمزه شهباز ته رايه ورکړو واله ښي اړخ ته ته ولاړل او پرويز الهي ته رايه ورکوونکي چپ اړخ ته ولاړل.