د ق لیګ غړي د شش و پنج ښکار شوي دي

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ (ق) غړي د پنجاب اسمبلۍ د وزیر اعلی په ټاکنو کې د رایې ورکولو په اړه د شش و پنج ښکار شوي دي.

د پاکستان مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت د پنجاب د وزيراعلي په ټاکنو کې د پاکستان د تحريک انصاف د کانديد له ملاتړ کولو ډډه کړې ده.
د راپورونو له مخې چوهدري شجاعت په لیک کې لیکلي وو چې باید چا ته رایه ورنکړي.

له دغه حالت وروسته د پنجاب د وزيراعلي په انتخاب کې د مسلم ليګ (ق) غړي اوس هم په ايوان کې په اپوزيشن بنچونو موجود دي.

تراوسه هیڅ غړی رای ورکولو ته نه دی راغلی.

Leave a reply