آصف زرداري او نواز شریف یو بل سره اړیکه نیولې ده
باغی ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د پاکستان مسلم ليګ (ن) له مشر محمد نواز شريف سره په ټيليفون تماس نيولى دى.
سرچينې زياته کړې، چې اصف زرداري له ميا نواز شريف سره پر اوسنيو سياسي حالاتو خبرې کړې دي.
دسرچينو له مخې اصف زرداري ميا نوازشريف سره دپنجاب دوزيراعظمۍ لپاره دپروېز الهي دګډ کانديد په اړه خبرې اترې کړي دي.
بل لوري ته وروستو دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي وؤ چې داسې کومه خبره نشته چې پرويز الاهي دې دمسلم ليګ(ن) اؤ ق ليگ(ق) ګډ اميدوار وي، يواځې حمزه شهباز دمسلم ليګ(ن) اؤ ائتلافي ګوندونو کانديد دې.
ده ووئيل مونږ هيله من يو چې حمزه شهباز به د پنجاب اعلا وزير وټاكل شي۔
ياده دي وي چي آصف زرداري تيره ورځ څو ساعته د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين کور ته ورغلې وو او مهمه لیدنه او ټینګار ی ورسره کړې وو.