د پی ډي ایم او پی ایم ایل ن ګډ کاندید شهباز شریف دې: وزیرداخله

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناء الله د پرويز الهي د (ن) ليګ ګډ کانديد جوړولو خبرونه رد کړي دي.
لاهور کښې جيو نيوز سره په ټيليفوني خبرو کښې رانا ثناء الله وويل داسې هيڅ خبره نه ده چې پرويز الهي (ن) به د (ن) ليګ ګډ اميدوار وي، دا په مکمله توګه غلط راپورونه خپريږي.
ده ووئيل د (ن) ليګ او اتحادي ګوندونو كانديدان يوازې حمزه شهباز دي، مونږ هيله من يو چې حمزه شهباز به د پنجاب اعلا وزير شي۔
دا خبره مهمه ده چې پرون پخواني اولس مشر آصف زرداري په یو بیان کښې ویلي وو چې د پیسو سیاست په بشپړه توګه ردوي او هڅه به وکړي چې حمزه د وزیر اعلی په توګه وټاکي.
لاهور کښې د پيپلز پارټۍ پنجاب پارلېماني پارټۍ سره خبرو کښې آصف زرداري وويل نواز، شهباز او مريم نواز، شهباز او مريم قانع کړي وو چې پروېز الهي د وزيراعلې په توګه ونوموي او دا به د عمران خان سره ملاقات نه وروسته کوي۔






