دا.ا مشرتابه د یو فرمان پر صادرولو د ا.ا پر چارواکو لۀ واقعته لرې تور لګول له شریعت سره ټکر یاد کړی دی

نوموړي ویلي شایعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو تر منځ هم د کرکې او لامل کیږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.
دغه راز کوم عسکر ته لاس اچول، یا یې جامې څیرل او یا هم بد رد ورته ویل، په دې کې سزا ورکول کیږي او د جامو څیرلو تاوان ورڅخه اخیستل کیږي.
(2022 / 7 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا مشر شیخ هبت الله اخوندزاه ویلي، چې د اسلامي لارښوونو سره سم پر مسوولینو بې ځایه تورونه ویل او له واقعیت څخه لرې نقد کول شرعاً جواز نه لري.
نوموړي ویلي شایعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو تر منځ هم د کرکې او لامل کیږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.
دغه راز کوم عسکر ته لاس اچول، یا یې جامې څیرل او یا هم بد رد ورته ویل، په دې کې سزا ورکول کیږي او د جامو څیرلو تاوان ورڅخه اخیستل کیږي.
د اسلامي امارات مشرتابه ویلي، همدارنګه د قضایي محکمې سپکاوی او قضایي مجلس اخلالولو صورت کې قاضي سزا ورکولی شي خو عفوه بهتره ده.
په خبرپاڼه کې راغلي یادې اسلامي لارښوونې د ټولو هیوادوالو او خبري رسنیو لپاره شرعي مسوولیت جوړیږي، چې عمل ورباندې وکړي.