پاکستان وروستي سېلابونه؛ ۲۸۲ کسان وژل شوي دي 

0
77

پاکستان وروستي سېلابونه؛ ۲۸۲ کسان وژل شوي دي 

يادې ادارې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې سختو بارانونو او سیلابونو د روانې مياشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې په پاکستان کې ۵۶۴۸ کورونه ړنګ کړي، لږ تر لږه ۵۵۹ کليومتره سړکونه او ۲۲ پلونه يې ويجاړ کړي او ۱۶۵۴ څاروي يې وژلي دي.

 

(2022 / 7 / 22   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي، چې په دغه هېواد کې د روانې میاشتې له ۱۴ مې نېټې راهيسې سخت بارانونه اوري، چې له امله يې سيلابونه راوتلي دي.

يادې ادارې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې سختو بارانونو او سیلابونو د روانې مياشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې په پاکستان کې ۵۶۴۸ کورونه ړنګ کړي، لږ تر لږه ۵۵۹ کليومتره سړکونه او ۲۲ پلونه يې ويجاړ کړي او ۱۶۵۴ څاروي يې وژلي دي.

د مالوماتو له مخې، سيلابونه په بلوچستان کې راوتلي او ډېرې سيمې يې زيانمنې کړې دي. دغو سيلابونو په بلوچستان کې ۸۸ تنه مړه کړي او ۶۲ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

Leave a reply