هند؛ د لومړي ځل لپاره یوه ۶۴ کلنه مېرمن ولسمشره ټاکل شوې ده

هند؛ د لومړي ځل لپاره یوه ۶۴ کلنه مېرمن ولسمشره ټاکل شوې ده
د یادونې ده، چې مېرمن مرمو د اپوزېسیون کاندید یشونت سنها په مقابل کې په اسانۍ سره بریا ترلاسه کړه. مرمو به د اوسني ولسمشر رام نات کویند ځایناستې شي، چې د ولسمشرۍ موده یې د جولای پر ۲۴ مه پای ته رسېږي.
(2022 / 7 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوه ۶۴ کلنه قبایلۍ سیاستواله، دروپدي مرمو د هند د نوې ولسمشرې په توګه ټاکل شوې ده. مرمو په هند کې لومړنۍ قومي مخوره ده، چې د هېواد تر ټولو لوړ مقام ته رسېږي.
په هند کې ولسمشرۍ مقام د دولت ریاست پر غاړه لري، خو اجرايي واک نه لري.
د هند ولسمشرۍ لپاره کاندید کسان د پارلمان دواړو جرګو، ایالتي اسمبلیو او دغه راز د دولت تر مستقیمې واکمنۍ لاندې سیمو لخوا ټاکل کېږي.
د یادونې ده، چې مېرمن مرمو د اپوزېسیون کاندید یشونت سنها په مقابل کې په اسانۍ سره بریا ترلاسه کړه. مرمو به د اوسني ولسمشر رام نات کویند ځایناستې شي، چې د ولسمشرۍ موده یې د جولای پر ۲۴ مه پای ته رسېږي.
لومړي وزیر نرېندرا مودي په خپله ټویټر پاڼه کې د هغې ستاینه کړې چې په وینا یې د بیوزلو ولسونو خدمت ته یې ژوند وقف کړی دی