ميدان وردګ ـ د بابا پر لمنه کې فرهنګي مېله وشوه

0
125

ميدان وردګ ـ د بابا پر لمنه کې فرهنګي مېله وشوه

دغه مېله چې د ميدان وردګ ولايت اطلاعات فرهنګ رياست يې کوبه و، تر زرو زياتو خلکو پکې برخه اخيستې وه او د نندارچيانو د احساساتو په شور پاى ته ورسېده.

 

(2022 / 7 / 22    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دغه فرهنګي مېله چې د ميدان وردګ ولايت حصه اول بهسود ولسوالۍ او بابا غره لمنه کې ترسره شوه موخه يې دخلکوترمنځ يوالي،ورورګلوي او د کلتوري لوبو عامول و.
وز لوبې،نيزه بازي،غېږ نيونې، واليبال، نښه ويشتنه،کيک بوکس،او کراټه هغه لوبې وې چې ياده مېله کې ځاى ورکړل شوى و.
د دې ترڅنګ د چاپېريال ساتنې ادارې يوشمېر تاريخي او کلتوري عکسونه هم نندارې ته وړاندې کړل چې دګڼو خلکو پام ور اوښتى و.
دغه مېله چې د ميدان وردګ ولايت اطلاعات فرهنګ رياست يې کوبه و، تر زرو زياتو خلکو پکې برخه اخيستې وه او د نندارچيانو د احساساتو په شور پاى ته ورسېده.

Leave a reply