شهباز شریف به د پنجاب وزیراعلی وټاکل شي: حافظ حمدالله

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې د جمعیت علمای اسلام مشر او د PDM مرکزي ویاند پخوانی سینیټر حافظ حمدالله د جمعیت طلبه اسلام لخوا په غنډۍ کې د مرحوم حاجي صاحب افریدي په کور کې د پیغام اسلام د ځوانانو کنونشن او روزنیزه غونډه کې ګډون وکړو او په دې موقع ی د غونډې ګډون والو ته وینا هم وکړه.
د غونډې ګډون والو ته او د جمرود په غنډي هوسۍ سيمه کښې ميډيا سره خبرو کښې ده ووئيل د پاکستان ډيموکرېټک موومنټ کښې شامل ګوندونو په متفقه توګه فيصله کړې ده چې راتلونکي عام انتخابات به حکومت او اليکشن کميشن په ګډه په خپل وخت کوي او د هیچا په فشار کښې به نه راځي،هغه زیاته کړه چې د عمران خان تر فشار راتلو پرته به ټاکنو د وخت وړاندې و نه کړي او په خپل وخت به ټاکنې کوي.
په دي موقع د تحصيل باړه چيئرمېن مفتي کفيل آفريدي، حاجي محمد کريم آفريدي، حاجي عمر ناصر آفريدي، وي سي چيئرمېن مولانا نورالامين حقاني، مولانا ګل نواز آفريدي، مولانا دلاور درويش، قاري طارق، کاشف آفريدي، مختيار آفريدي، مولانا اقبال شاه او نورو ګډون کړي وو۔ حیدری.مولانا غفران الله خیبری، سید کبیر آفریدی، خبریال قاضی فضل الله، مولانا سعید خان آفریدی او نور موجود وو.
نوموړي اوویل چې په پنجاب كښې به پي ډي اېم حكومت جوړوي او حمزه شهباز شريف به وزيراعلي وټاکل شي د كوم لپاره چې سياسي لابي او خبراتر روانې دي. هغه ووئيل چې په پنجاب كښې هیڅ کوم خرڅیدل او اخستل نشته او دا کلچر عمران خان او د هغه ګونډ تحریک انصاف د سینیټ په ټاکنو کښې پیل کړې وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载