عمران خان خبردارۍ ورکړې دې

0
52

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې که سبا د پنجاب اسمبلۍ کښې د عوامو مینډیټ او رای غلا شوه نو زه ټولو ته خبر ورکوم چې دا ملک به سري لنکا په شان دیوالیه کیدو په لوري لاړ شي، هغه وایی چې بیا به نو زه ذمه وار نه یم که څه هم مخې ته راپیښ شوه.

د لاهور په لبرټي چوک سيمه کې د پي ټي ائي احتجاجي جلسې ته د ويډيو لينک له لارې وینا کښې عمران خان وويل چې د سکندر سلطان په شان بې ايمانه اليکشن کميشنر مې نه دی ليدلی، د باران له امله وځنډول شو په داسې حال کې چې ډسکه کې ټولټاکنې بيا ترسره شوې.
موږ د ټاکنو کمېشن ته هر څه ويل، سکندر سلطان په سندهه کې د بلدیاتي او ضمني انتخابات يوازې د باران له امله وځنډول، په داسې حال کې چې هغه په ډسکه کې ټول انتخابات بيا ترسره کړل.
عمران خان وويل مونږ به ددغه اليکشن کميشنر تر څارنې لاندې په عامو انتخاباتو کې برخه نۀ اخلو.
هغه اوویل چې تر ټولو لوی ګوند چې د ټاکنو کمیشن په مشر باور نه لري نو بیان دې استعفی ورکړي. خان اوویل چې تحریک انصاف په څلورو واړو صوبو کې ووټ بینک لري، هغه زیاته کړه چې د ووټنګ مشینونو په ذریعه د درغلیو ۱۳۰ طریقې ختمیږي.

ده ووئيل چې د پنجاب ضمني ټاكنو كښې ککړو كسانو ته دې سزا وركړې شي، ضمني ټاكنو كښې د پي ټي آئي ماتې لپاره هر پلان استعمال كړے شو، كه سبا په پنجاب اسمبلۍ كښې د خلقو رای او حق د غلا په پيسو غلا شو نو ټولو ته خبردارۍ ورکوم چې دا ملک به سري لنکا په شان شي، هغه اوویل چې بیا چې څه کیږي زه به یې ذمه وار نه یم، خلک به زما تر واک لاندې نه وي، دا بیداره ملت دی، دا فکر مه کوه چې دا قام به وس چپ پاتې شي.

هغه وويل چې که د ولس رای او حق ته درناوی وشي، نو سبا به د الله شکر ادا کوو او چشن به ونمانځو، عمران خان اوویل چې کله چې زمونږ حکومت راغی، مونږ د هغو افسرانو نومونه ليکلي، چې پر ولس يې ظلم کړی، مونږ به يې هېر نه کړو.

Leave a reply