د پاکستان فوځ سرلښکر د ترکي سفیر سره مهمه لیدنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په پاکستان کې دترکيې سفير ليدلي اؤ دسيمې دامنيتي وضعيت، دمتقابلو او مسلکي ګټو په چارو يې خبرې اترې کړي دي.
د آئي اېس پي آر له مخې په پاكستان كښې د تركيې سفير مهمت پاچاجي د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په جي اېچ كيو كښې وليدل۔
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دفاعي او امنيتي همکاريو هم خبرې وشوې.
دپوځ سرلښکر قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې ترکي سره خپلو وروروليو ته ارزښت ورکوي، ددواړو هيوادونو ترمينځ د ورورولۍ اړيکي مضبوطې دي.
د تركيې سفير د سيمې استحكام لپاره د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او د پاكستان سره يې په ټولو سطحو د سفارتي مرستې لا زياتولو لپاره د خپل كردار ستائنه وكړه۔