د پي ټي آیی مشرانو لویه پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) د پنجاب نه وروسته د وفاق په لور د پرمختګ فیصله کړې ده.
دسرچينو ترمخه دتحريک انصاف چيئرمين عمران خان پينځه کسيزه کميټۍ جوړه کړې ده.په پنځه کسیزه کمېټۍ کې پرویز خټک، شاه محمود قریشي، فواد چوهدري او اسد قیصر شامل دي.
سرچينې وائي چې کميټۍ ته دبي اے پي، جماعت اسلامي اؤ مينگل گروپ سره داړيکو دنده ورکړل شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې کمېټه به له سياسي ګوندونو څخه د باور رايې اخيستلو په اړه له حکومت او متحدينو څخه د حکومت د جلا کېدو په اړه خبرې وکړي.
د یادونې ده چې نن د پی ټي ایی مشرانو په پي سي هوټل لاهور کښې غونډه شوې ده او د خپور شوی راپور مطابق په دې کښې ۱۸۶ غړیو برخه اخستې ده.
په دې اړه فواد چوهدري په بیان کښې ویلي دي چې د پي ټي آئي او ق ليګ پنجاب پارليماني پارټۍ ګډه غونډه د لاهور په يو مقامي هوټل کې شوې چې پکې 186 غړو برخه اخستې ده.
………………..





