پي ټي آیی لویه دعوی کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
دپاکستان تحريک انصاف دعوه کړې ده چې نن دعمران خان په مشرۍ کې دپي ټي ائي اؤ پنجاب دپارليماني پارټۍ په غونډه کې ١٨٦ غړو برخه اخستې ده.


په دې اړه فواد چوهدري وويل د پي ټي آئي او ق ليگ پنجاب پارليماني پارټۍ ګډه غونډه د لاهور په يو مقامي هوټل کې شوې وه چې پکې 186 غړو برخه واخسته.


ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ کښې به سبا د پنجاب د وزيراعلې لپاره بيا ټاکنې کيږي۔ د مسلم ليګ ن لخوا حمزه شهباز او د پي ټي آئي او ق لیګ متفقه اميدوار پروېز الهي دي۔