د نیب نوې ټاکل شوې مشر څوک دې؟ په کومو مهمو څوکیو پاتې شوې،بشپړ راپور ی اوګورې

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي کابينې د پخواني ډي جي انټلي جنس بيورو (آئي بي) افتاب سلطان د نيب چيئرمين په توګه د تقرر منظوري ورکړې ده۔

افتاب سلطان د پاکستان د پولیسو د 22 درجې افسر و او د پخواني آی جی پنجاب په ګډون یې په نورو مهمو پوستونو کار کړی دی.
کله چې په 2008 کې د پيپلز ګوند حکومت جوړ شو نو يوسف رضا ګيلاني افتاب سلطان د ډي جي آئي بي په توګه وټاکه خو وروسته راجه پرويز اشرف افتاب سلطان د ډي جي آئي بي له څوکۍ لرې کړ.

د ۲۰۱۳م عامو انتخاباتو په وخت افتاب سلطان د پنجاب پولیس آئي جی وو او کله چې نواز شریف د ۲۰۱۳م په انتخاباتو کې وزیراعظم شو نو افتاب سلطان یو ځل بیا ډي جی آئی بی جوړ کړے شو.
افتاب سلطان هغه مهال د IB مشر و چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې احتجاجي مظاهره وکړه.
د نوموړي په اړه ویل کیږي چې د تحریک انصاف د دھرنې پر مهال یې ځینې آډیو ټیپونه نیولي وو، هغه ټیپونه یې نواز شریف ته ورکړي وو، چې وروسته د پاکستان په سیاست کې خبره ګرمه شوې ده.

عمران خان د ۲۰۱۴م کال په احتجاجي ناسته کې په خپلو ویناوو کې په منظم ډول د افتاب سلطان نوم اخیستو سره نیوکې کولې.
که د ۲۰۰۲ کال خبره وکړو، کله چې پروېز مشرف د ولسمشر کېدو لپاره ریفرنډم وکړ، نو افتاب سلطان په سرګودها کې ځای پر ځای شوی و او ورته لارښوونه شوې وه چې په ریفرنډم کې زیاتې رایې ترلاسه کړي، خو هغه د داسې حکم له منلو انکار کړی و، د دې لپاره. د مشرف حکومت د افتاب سلطان دنده وځنډوله.
اوسني لومړي وزير شهباز شريف غوښتل چې افتاب سلطان ته په خپل حکومت کې د ځانګړي مرستيال څوکۍ ورکړي، خو سرچينې وايي چې افتاب سلطان د دغه دولتي څوکۍ له اخيستلو ډډه کړې ده.

سرچينې وائي کله چې افتاب سلطان ته د نيب چيئرمېن جوړيدو دپاره راغوښتل شو نو هغه يې هم انکار وکړو خو وروستو يو شمير مهمو شخصيتونو ورسره بيا رابطه وکړه چې په نتيجه کې يې هغه دغه وړانديز منلى اؤ اوس وفاقي حکومت هغه ته د نيب چيئرمين په توګه نومولې دې.
تردې راپور لیکلو افتاب سلطان د نوي نیب مشر په توګه د ټاکلو منظور ورکړل شوې ده.
افتاب سلطان ته نږدې سرچينې وايي چې هغه به د نېب د چيئرمېن د څوکۍ د ترلاسه کولو وروستو د خپلو ترجيحاتو فيصله کوي خو دا به باوري کوي چې که د کوم چا په ضد مقدمه درج کيږي نو هغه په ميرټ ده، افتاب سلطان په دې باوري دي چې مونږ به دا خبره يقيني کړو چې د هر چا په ضد د دروغو مقدمې جوړې نه شي چې د خلقو باور په نيب زيات شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载