د ټاکنو کمیشن د پی ټي آیی کاندید درخواست رد کړې

0
222

باغی ټي وي رپورټ
لېکشن کمېشن د راولپنډۍ په حلقه پي اېم اوو کښې د پي ټي آئي اميدوار شبير اعوان درخواست مسترد کړې دې۔

د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې ٥ کسيز بينچ د پي ټي ائي د شبير اعوان د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې دواړه کانديدان او د پي ټي ٧ ريټرنګ افسر هم د اليکشن کميشن مخې ته وړاندې شول.

د شبير اعوان وکيل وويل چې درخواست کونکی په ٤٩ ووټونو له لاسه ورکړى، د شمېرنې غوښتنه زموږ له لارې نه کېږي.
په دې اړه چيف اليکشن کميشنر وويل چې ستاسو لخوا په اليکشن کميشن کې کوم درخواست نۀ وو جمع شوى، پرون مازيګر تر ٥ بجو پورې اليکشن کميشن ته کوم درخواست نۀ ؤ راغلى، تاسو د هائيکورټ د فيصلې وروستو درخواست جمع کړى وو، تاسو په اليکشن کميشن تور لګولى دى چې زموږ غوښتنلیک په پام کښې نه نیول کیږي.
په دې موقع د راجه صغیر وکیل دلیلونه وړاندې کړل او ویې ویل چې شبیر اعوان د درغلۍ ثبوت نه لري، هغه د لاهور هائي کورټ د ریفرنس نه پس اليکشن کمېشن ته راغی او د ټولې حلقې د بیا شمېرنې غوښتنه یې وکړه، کله چې هغه انکار وکړ د ٢١ محلونو په اړه وويل، که د رايې ورکونې مرکز ملامت شوى واى، په لومړۍ ورځ به يې مخنيوى کړى واى، د هغه د رايې ورکولو د استازي له لوري کومه غوښتنه نه وه شوې چې رايې په سمه توګه نه دي رد شوي.

Leave a reply