ډالر په مقابله کښې پاکستاني روپۍ نوره هم کمزورې شوې

0
100

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کښې د ډالر نور هم قوی شوې دې او روپۍ ډیره کمزورې شوې ده.
په انټربینک مارکیټ کې د ډالر بیعه د 2.08 روپې زیاتوالۍ سره 227 روپۍ او په اوپن مارکیټ کې د ډالر بیعه د 3 روپو په زیاتوالی سره 228 روپۍ ته رسیدلې ده.
بل لوري ته پاکستان سټاک ایکسچینج کې هم منفي کاروبار روان دی او ۱۰۰ انډیکس ۳۳۰ پوائنټونه ښکته په ۴۰۱۲۹ باندې تجارت کوي.

د یادولو وړ ده چې ډالر پرون د ۲ روپو ۹۳ پیسو په لوړیدو سره په ۲۲۴ روپۍ ۹۲ پیسو ته وتړل شو.
د یادونې ده چې د سټيټ بينک چارواکي وايي د پاکستان اقتصادي وضعه ښه ده، د ډيفالټ خبرې بايد ونه شي، د پي ټي ايي پرته ټول سياسي ګوندونه د آئي ايم ايف په پروګرام متفق دي.

په اسلام اباد کې د ميډيا نمائندګانو سره په غير رسمي خبرو کې د سټيټ بينک چارواکو وويل حکومت ټولې سختې فيصلې کړي دي، آئي ايم ايف د فبرورۍ په مياشت کې د تيلو سبسډي ورکولو اعلان په غصه کړی وو، سږ کال د درې نه تر څلور اربه ډالرو مالي تشه موجوده ده. IMF او نورو بنسټونو د پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

Leave a reply